د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ لانجمنه قاضي کاني برېټ د سترې محکمې د غړې په توګه ونوموله.
کاني برېټ د امریکا د ولسمشرۍ تر انتخاباتو ۳۸ ورځې مخکې او د سترې محکمې د لبرال قاضي روت بیدر ګینزبرګ له مړینې ۸ ورځې وروسته ونومول شوه.
ولسمشر ټرمپ په سپینه ماڼۍ کې وویل، دا درېیم قاضي دی چې ده د ولسمشرۍ په څلور کلنه دوره کې د سترې محکمې غړیتوب ته وړاندیز کړی دی.
ده اټکل وکړ چې د امریکا سنا جرګه به بېجنجاله او ژر کاني برېټ تأیید کړي.
د امریکا د سنا جرګې په ۱۰۰ چوکیو کې ۵۳ د جمهوريپالو په لاس کې دي او تر اوسه د هغو ډېرو ویلي چې د کاني برېټ ملاتړ کوي.