چارواکي: ارزګان کې لسګونه امنیتي ځواکونه محاصره شوي

د ارزګان نقشه

د ارزګان ولایت په دهراوود ولسوالۍ کې لسګونه امنیتي ځواکونه محاصره شوي دي.

د دې ولسوالۍ امنیه قوماندان جان محمد کریمي تېره شپه ناوخته ازادي راډیو ته وویل چې طالبانو حملې نورې هم زیاتې کړې دي.

هغه زیاته کړه: "کریمي همداراز وویل چې پرون په دې سیمه کې ۵ افغان سرتېري ټپیان شوي او طالبانو ته هم مرګ‌ژوبلې اوښتي، خو د دقیق شمېر په اړه معلومات نه‌لري."

له دې سره په یو وخت د ارزګان په ګېزاب ولسوالۍ کې هم طالبانو بریدونو ته زور ورکړی دی.

د طالبانو ویاند قاري یوسف احمدي ویلي چې د دهراوود او ګېزاب په جګړو کې لسګونه افغان سرتېري وژل شوي یا ټپیان شوي دي.