هشت صبح: سولې پروسه کې مخربو کړیو ته باید د تخریب اجازه ورنه‌کړل شي

کابل ورځپاڼې

کابل چاپ یو شمېر ورځپاڼو په خپلو نننیو ګڼو کې بیا هم د افغان سولې او د بین‌الافغاني مذاکراتو په وړاندې په پرتو خنډونو لیکنې او تبصرې کړې دي.

  • هشت صبح

هشت صبح ورځپانې لیکلي "د سولې په پروسه کې مخربو کړیو ته باید د تخریب اجازه ورنه‌کړل شي."

په سرمقاله کې د زلمي خلیلزاد څرګندونو ته اشاره شوې چې ویلي و په افغانستان کې دننه او بهر ځینې داسې ډلې شته چې د سولې رامنځته شوی فرصت زیانمنوي.

د لیکوال په اند په کور دننه ځیني زورواکي، د مخدره موادو قاچاقبران او په بهر کې ځیني ګاونډي او د سیمې هېوادونه نه‌غواړي چې د خپلو ګټو لپاره افغانستان ته سوله راشي.

د سرمقالې لیکوال سپارښتنه کوي چې د افغانستان په قضیه کې ښېکل اړخونه او هغه هېوادونه چې یو ارام افغانستان غواړي باید چا ته اجازه ورنه‌کړي چې د سولې بین‌الافغاني مذاکرات له ناکامۍ سره مخ شي.

لیکوال دا هم وايي چې د بین‌الافغاني مذاکراتو د بریالیتوب لپاره مهمه مسئله اوربند دی چې دواړه خواوې باید له ځنډ پرته پرې هوکړه وکړي.

  • مسیر

د مسیر ورځپاڼې د سرمقالې عنوان دی، "په دوحه کې د خبرو پڅ بهیر د چټکتیا لپاره په دواړو غاړو فشار ته اړتیا ده."

په سرمقاله کې یادونه شوې چې د بین‌الافغاني مذاکراتو د پيل لپاره د تماس د ډلې په خبرو کې پرمختګونه نه‌ترسترګو کېږي، افغان حکومت د طالبانو د تسلیمي او طالبان بیا د افغانستان د فتحې په فکرونو کې ډوب دي.

ورځپاڼې لیکلي، افغان حکومت تمه لري چې طالبان به اساسي قانون او د تېرو ۱۸ کلونو لاسته راوړنې ومني چې د لیکوال په اند دا د طالبانو د تسلیمي په معنی ده، برعکس طالبان په دې تکل کې دي چې دوی د افغان حکومت ځیني شریکباڼي په راتلونکي نظام کې شامل کړي او په دې توګه به په افغانستان کې سوله راشي.

په سرمقاله کې دا هم راغلي امریکا چې په بین‌الافغاني خبرو کې ښکېله نه‌ده او له طالبانو سره‌یې خبره یوې خواته کړې، بالاخره به مجبوره شي چې د خپلو ګټو لپاره په دواړو خواوو فشار راوړي، څو بین‌الافغاني خبرې ژر پیل او سوله راشي.

د سرمقالې په پای کې راغلي وړاندې له دې چې امریکا دې کار ته اړ ایستل شي، لازمه ده چې د افغان دولت او د طالبانو مرکچي پلاوي خپل دریځونه نرم کړي، څو سولې ته لاره هواره شي.

  • ملي ارمان

ملي ارمان ورځپاڼې لیکلي په دوحه کې په بین‌الافغاني مذاکراتو کې د پرمختګ په وړاندې خنډ د مذهبونو مسئله نه‌ده، بلکې نور اړخونه هم لري. په سرمقاله کې راغلي، که د افغانستان تاریخ ته نظر واچول شي د تاریخ په اوږدو کې د ټولو مذهبونو پیروانو په خپلو کې د ورورولۍ په فضا کې ژوند کړی او لا به‌یې هم کوي.