په فرانسه کې د قصابۍ په ساتول د دوو تنو د وهلو په تور نیول شوي پاکستاني پر خپل جرم اعتراف وکړ.
تحقیق کوونکو پرون وویل چې دغه ۱۸ کلن ځوان چې مستنطقانو یې نوم حسن اې ښودلی، د حملې انګېزه د پاریس د یوې مجلې 'شارلي ابدو' له لوري د اسلام د پیغمبر د کاریکاتور بیا خپرېدا بللې ده.
دا پېښه درې اوونۍ وروسته له دې وشوه چې په پاریس کې د ۲۰۱۵ کال په جنورۍ کې پر شارلي ابدو مجلې په حمله کې د ۱۴ مشکوکو کسانو محاکمه په دې ښار کې پیل شوه.
د ۲۰۱۵ په پېښه کې ۱۷ تنه وژل شوي وو.