ایران وايي، په خوزستان ولایت کې یې وسلهوالو مخالفانو دوه پولهساتي وژلي دي.
د خوزستان ولایت د سرحدي ځواکونو قوماندان لطف علي پاکباز وویل، د ایران د سمندري پولې دوه سرتېري پرون مازدیګر هغه مهال ووژل شول چې د دغه ولایت په هورالمظیم سیمه کې یې ګزمه کوله.
ده حمله کوونکي وسلهوال اشرار بللي دي، خو نور جزئیاتیې نهدي ورکړي.