د بلاروس امنیتي ځواکونو په پلازمېنه مېنسک کې د الکساندر لوکاشینکا پر ضد د ښځو د یوې مظاهرې لسګونه ګډونوالې نیولې دي.
په مېنسک کې پرون شنبه ښځو مظاهره وکړه او اکثرو یې په لاسونو کې د ګلانو ګېډۍ لېږدولې.
د ازادي راډیو بلاروسي څانګه وایي، د مظاهرې ضد پولیسو پر ښځینه اعتراض کوونکو سربېره ځیني خبریالان هم نیولي دي.
بلاروس کې د الکساندر لوکاشینکا پر ضد مظاهرې له شااوخوا یوې نیمې میاشتې راهیسې روانې دي. اعتراض کوونکي د لوکاشینکا استعفا غواړي. له اعتراضونو سره سره لوکاشینکا د سپټمبر په ۲۳مه، د ولسمشر په توګه لوړه وکړه.