په افغانستان کې د ناټو او اروپایي ټولنې استازو دولت ته د ثبات لپاره د همکاریو د دوام ډاډ ورکړی دی.
افغانستان کې د ناټو ملکي استازی ستیفانو پونتېکورو پر خپله ټویټرپاڼه لیکلي، د افغانستان د دوامداره ثبات د ملاتړ لپاره به د ناټو او اروپایي ټولنې همکارۍ دوام پیدا کړي.
کابل کې د اروپایي ټولنې سفیر بیا په جلا ټویټ کې ویلي چې دوی په افغانستان کې له ناټو سره یوځای د پياوړو ملکي پولیسو جوړولو ته کار کوي.
دغه څرګندونې وروسته تر هغه کېږي چې کابل کې د ناټو او اروپایي ټولنې استازو پرون ګډه ناسته درلوده.