په بیلاروس کې د الکساندر لوکاشینکا پر ضد اعتراضونه چې تر یوې میاشتې یې ډېره موده کېږي، لا هم دوام لري.
لوکاشینکا د اګسټ په ۹مه د ولسمشریزو ټاکنو د ګټلو ادعا کوي، خو مخالفین یې په ټاکنو کې د پراخو درغلیو تور پورې کوي.
یو شمېر معترضې مېرمنې چې زیاتو یې له ځانه سره ګلان لېږدول، نن په مینسک کې په لاریون راوتلې وې.
په بیلاروس کې د آزادي راډیو خبریال وایي چې د بلوا ضد پولیسو سمدستي مداخله وکړه او لږ تر لږه لس مېرمنې یې ونیولې.
په نیول شویو کې ۷۳ کلنه نینا باهینسکایا هم شامله ده.
دا له جسمې اړخه کمزورې، خو یوه قاطع مېرمن ده چې د لوکاشینکا پر ضد اعتراضونو کې یې پرلپسې ګډون کړی دی.
دا اعتراضونه پر مینسک سربېره په نورو ښارونو کې هم وشول.
الکساندر لوکاشینکا د پراخو اعتراضونو سره سره د سېپټېمبر پر ۲۳ د ولسمشرۍ لوړه پرځای کړه.