د کندز په علي آباد و لسوالۍ کې د ماین په چاودنه کې دوه ملکي وګړي وژل شوي دي.
د کندز د امنیه قومندانۍ ویاند هجرت الله اکبري نن رسنیو ته وویل چې طالبانو د یادې ولسوالۍ په رمضاني کلي کې ماین خښ کړی وو چې نن سهار پر ملکي وګړو وچاودېد.
د ښاغلي اکبري په خبره په دې پېښه کې ۴ نور ملکیان ټپیان شوي دي.
طالبانو تر اوسه په اړه تبصره نه ده کړې.