اوکراین کې د یوې الوتکې د لوېدو له امله  ۲۶ کسان وژل شوي

پوځ وایي، ډېری وژل شوي کسان د خارکیف د ملي هوایي ځواک د پوهنتون زده کوونکي وو.  

د اوکراین پوځ وایي، په دې هېواد کې د یوې پوځي مسافر وړونکې الوتکې د لوېدو له کبله ۲۶ سپرلۍ وژل شوي دي.

د اوکراین هوایې ځواکونو ویلي دا انټونوف An-26 ډوله الوتکه پرون مازدیګر د دې هېواد په شمال ختیځ سیمه خارکیف کې د کېناستلو پر مهال لویدلې ده.

چارواکو وروسته وویل چې یوه پیلوټ د الوتکې تر کېناستلو لږ مخته د یوه انجن د خرابوالي راپور ورکړی دی.

په دې پېښه کې په لومړي سر کې دوه کسان ژوندي پاتې شوي وو او روغتون ته انتقال شول چې وروسته د یوه کس د مړینې خبر ورکړل شو.

د پېښې د علت په اړه تحقیقات روان دي.

پوځ وایي، ډېری وژل شوي کسان د خارکیف د ملي هوایي ځواک د پوهنتون زده کوونکي وو.

د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي په یوې اعلامېې کې ویلي چې نن ناوخته به د پېښې سیمې ته ولاړ شي.