'د ډاکتر نجیب الله د وژل کېدو د ۲۴ تلین پلان شوې یاد غونډه لغوه شوه'

پخوانی ولسمشر نجیب الله

د پخواني ولسمشر نجیب الله لور ومنله چې د پلار د وژل کېدو د څلورویشتم تلین پلان شوې یاد غونډه یې لغوه شوې ده.

هیلې نجیب الله پر خپله ټویټرپاڼه دغه خبر ورکړی، خو دا یې نه دي ویلي چې د څه د لایلو له مخې غونډه لغوه شوې.

ټاکل شوې وه دغه غونډه په کابل کې د لویې جرګې په تالار کې د نجیب الله د ګوند د غړو او یوشمېر خواخوږو له خوا جوړه شي.

پرون یو شمېر مذهبي او جهادي ګوندونو له هغې ډلې د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار له دغې غونډې سره مخالفت وښوده.

نجیب الله د ۱۳۷۵ کال د تلې په پنځمه نیټه کابل ته د طالبانو له راتګ سره سم ووژل شو.