د شمالي کوریا مشر کیم جونګ اون د سویلي کوریا د یوه پوځي چارواکي پر وژلو بښنه غوښتې ده.
د سویلي کوریا د سمندرونو او کب پالنې د وزارت دغه ۴۷ کلن کارکوونکی د دواړو کوریاوو لانجمن سمندري بندر ته نژدې وژل شوی او بیا د کرونا ویروس د خپرېدو له وېرې سوځول شوی دی.
سیول د شمالي کوریا دغه کار غندلی او ( بې رحمه عمل) یې بللی دی.
سویلي کوریا وایي، د شمالي کوریا مشر پردې ناببرې او خواشینونکې پېښې خفګان څرګند کړی.
د سویلي کوریا دغه پوځي چارواکی د دواړو کوریاګانو ګډې پولې ته په لس کیلو متري واټن کې پر ګزمې بوخت و چې لادرکه شو.