لوګر چارواکي: ازره کې لسو وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې

ارشیف

د لوګر ولایت امنیې قومانداني وايي، په ازرې ولسوالۍ کې د امنیتي ځواکونو او وسله والو طالبانو ترمنځ جګړه شوې ده.

لومړی تېره شپه د افغان ځواکونو پر پوستو وسله والو طالبانو برید کړی، چې وروسته وسله واله نښته شوې ده.

د لوګر د امنیې قوماندانۍ ویاند شاهپور احمدزي یې د مرګ ژوبلې په اړه نن سهار ازادۍ راډیو ته وویل: "په دغو بریدونو کې لسو طالب ترهګرو ته مرګ ژوبله اوښتې، له بده مرغه چې یو سرتېری هم شهید شوی او درې تنه نور یې برسېرن ټپیان شوي دي."

ښاغلی احمدزی وايي، ازرې ولسوالۍ ته د اړتیا وړ اضافي امنیتي ځواکونه او پوځي تجهیزات لېږل شوي دي.