ارزګان چارواکي: د جګړو له امله شاوخوا سلګونه کسان بې ځایه شوي

ارشیف

د ارزګان چارواکي وايي چې د دې ولایت پر ګیزاب ولسوالي د طالبانو د بریدونو په نتیجه کې شاوخوا زر تنه بې ځایه شوي دي.

طالبانو په وروستیو ورځو کې د ارزګان په ګیزاب او دهراود ولسوالیو کې پراخې حملې کړي چې په نتیجه کې یې د راپورونو پر اساس دواړو خواوو ته درنه مرګ ژوبله اوښتې ده.

د اروزګان د والي ویندوی زړګي عبادي په ګیزاب ولسوالي کې د جګړې له لاسه د بې ځایه شویو په اړه ازادي راډیو ته وویل: "تقریباً زر تنه لرو چې د شېران منطقې ته تللي، همداراز دایکنډي ته تللي، کمه فیصدي یې د ارزګان مرکز ته هم راغلي دي."

سلګونه تنه نور په دهراود کې د خپلو مېنو پرېښودو ته اړ شوي دي.

د اروزګان د والي ویندوی وايي چې کومانډو ځواکونه وربلل شوي چې ژر په ګیزاب کې هغه ساحې له طالبانو تصفیه کړي چې دې ډلې په وروستیو بریدونو کې نیولي دي.