د استرالیا د کرکټ د ملي لوبډلې پخوانی توپ وهونکی دن جونز پرون پنجشنبه په ممبي کې د زړه له سکتې وروسته د ۵۹ کلونو په عمر ومړ.
جونز د هند د کرکټ د غوره لیګ د مبصر یا کمینټېټر په توګه ممبي ته تللی و.
ده د استرالیا لپاره په ۵۲ ټیسټ لوبو او ۱۶۴ یو ورځینیو مسابقو کې برخه اخیستې وه.
د جونز په مړینه د کرکټ نړیوالې شورا او د بېلابېلو هیوادونو کرکټ بورډونو خواشیني څرګنده کړې ده.