پلخمري کې د ملي اردو یوه څرخي الوتکه نسکوره شوې

بغلان کې نسکوره شوې څرخي الوتکه

د بغلان په مرکز پلخمري کې د ملي اردو یوه څرخي الوتکه نسکوره شوې ده.

په بغلان کې د ازادي راډیو خبریال په سیمه کې د یوې سرچینې په حواله چې نه‌غواړي هویت‌یې افشا شي وايي چې په دې پېښه کې درې تنه ټپیان شوي دي.

په هغو تصویرونو کې چې د ازادي راډیو خبریال له سیمې څخه استولي افغان سرتېري د یوه هیلکوپټر د ټوټو د لېږدولو په حال کې لیدل کېږي.

ځینو سرچینو ازادي راډیو ته ویلي دي چې دا څرخي الوتکه د تخنیکي عارضې له کبله نسکوره شوې ده.