د نوبل کلنۍ جایزې په پیسو کې زیاتوالی راغی

د سرو زرو پر یوې سکې د نوبل انځور

د نوبل بنسټ وايي چې د نوبل کلنۍ جایزې په پیسو کې یې یو میلیون سویډي کرون چې د یو لک او ۱۰ زره امریکايي دالرو معادل کېږي زیاتوالی راوستی.

د نوبل د بنسټ مشر لارس هایکېنسټن نن سویډي رسنیو ته وویل چې د نوبل د جایزې اندازه سږ کال ۱۰ میلیونه سویډي کرون ته چې د یو میلیون ۱۱۰ زره ډالرو معادل دي لوړه شوې ده.

ښاغلي هایکېنسټن ویلي چې د دې پرېکړې علت د نوبل د بنسټ د لګښتونو او پانګې ترمنځ تناسب دی چې اوس د پخوا په پرتله په ډېر مناسب حالت کې دی.

د نوبل جایزې له مؤسس، ډینامیټ جوړوونکي الفرد نوبل څخه شاوخوا ۳۱ میلیونخ کرون پانګه میراث پاتې شوه چې د نوبل بنسټ د معلوماتو له مخې په ننني حساب ۱،۸ میلیارده ډالر کېږي. دا پیسې له ۱۹۰۱ کال راهیسې هر کال د نوبل جایزې ګټونکو ته ورکول کېږي.

د نوبل بنسټ ویلي چې د نوبل جایزې د سپارلو دودیز مراسم سږ کال د کرونا وبا له کبله لغوه شوي، خو یوازې د سولې جایزه به د ساده مراسمو په ترڅ کې د ناروې په پلازمېنه اوسلو کې ورکړل شي.