د کوسوو د استخباراتي خدماتو پخوانی مشر صالح مصطفی ونیول شو

ارشیف، د کوسوو ملي بیرغ مخ ته ولاړ کس

په کوسوو کې د ځانګړي څارنوال دفتر وايي چې د کوسوو د امنیتي ځواکونو د استخباراتي خدماتو پخوانی مشر، په جنګي جرمونو تورن صالح مصطفی د کوسوو د ځانګړې محکمې د حکم په اساس توقیف شوی دی.

د ځانګړي څارنوال دفتر نن پنجشنبه په یوه بیان کې وویل چې مصطفی نیول شوی او په هاګ کې د کوسوو د ځانګړې محکمې توقیف‌ځای ته بیول شوی.

مصطفی د کوسوو د ازادي بخښونکي پوځ له مهمو قوماندانو څخه و چې د ۱۹۹۸-۱۹۹۹ کلونو ترمنځ د کوسوو په جګړه کې یې برخه لرله.