عبدالله له وېلسن سره په کتنه کې د تاوتریخوالي پر زیاتېدو اندېښنه ښودلې

عبدالله عبدالله او راس وېلسن

د افغانستان د ملي مصالحې عالي شورا مشر، په کابل کې د متحده ایالاتو سفارت له شارژدافیر سره په کتنه کې په هېواد کې د تاوتریخوالي پر زیاتېدو اندېښنه ښودلې.

عبدالله عبدالله پر خپله فېس‌بوک پاڼه د دې لیدنو خبر ورکړی او لیکلي یې دي چې په کابل کې د امریکا د سفارت له شارژدافیر راس وېلسن سره د دولت او طالبانو ترمنځ د سولې له خبرو سره په یوه وخت کې د جګړو پر زیاتېدو بحث وشو او د تشدد کمېدل یوه ضروري اړتیا وبلل شوه.

دا په داسې حال کې ده چې د دولت او طالبانو مرکچیان، په قطر کې له نږدې دوو اوونیو خبرو وروسته لا هم د سولې د خبرو پر کړنلاره نه‌دي سلا شوي.