وروسته له هغې چې تېره اوونۍ د ننګرهار چارواکو دغلته د ۱۰ میلیونه ډالرو په ارزښت د ۲ میلیونه پشهخانو د وېش لړۍ پیل کړه، ګڼ غبرګونونه راوپارېدل.
ننګرهار مېشتي په مرستو کې د شفافیت د نشتوالي له امله شکایت کوي.
د ننګرهار اوسېدونکي وایي، په ننګرهار کې پشهخانې په داسې حال کې وېشل کېږي چې د اوړي او میاشو موسم ختم شوی او خلک کوټو ته په ننوتو دي.
د دوی په باور، ښه دا وه چې دغه میلیونونه ډالر په یوه بله بنسټیزه پروژه مصرف شوي وی، څو د ننګرهار اوسېدونکو ترې دایمي ګټه پورته کړې وی.
له دې ډلې احمد شاه او شریفالله ناصري ازادي راډيو ته په خپلو خبرو کې وویل چې مرستندویه بنسټونه خپلې مرستې تل په سوریو بوجیو کې رالېږي چې له املهیې نهیوازې مرستې بل پلو ځي، بلکې په خپل وخت نهرسېږي.
هغه زیاته کړه: "د ۱۰ میلیونه ډالرو پشهخانې یې راوړې او تقسیمیې کړې او په داسې وخت کې یې تقسیم کړې چې د فایدې وختیې تللی دی، دغه پیسې ډېرې زیاتې پیسې دي، که دغه پیسې په یوې بنسټیزې پروژې لګول شوې وی، نو ډېر ښه به وی چې دایمي د دې قوم، ځای او ښاریانو لپارهیې ګټه وی."
بلخوا د ننګرهار د ولایتي شورا یو شمېر غړي وایي، که څه هم ننګرهار یو ګرم او د میاشو ډک ولایت دی او پشهخانو ته هم پهکې اړتیا زیاته وي، خو په خبرهیې، وختیې تېر او له غفلته کار اخیستل شوی دی.
د ولایتي شورا غړی عبید شینواري ازادي راډيو ته وویل، اوس باید ولایتي اداره د دغه غفلت څېړنه وکړي او موضوع د ننګرهار خلکو ته روښانه کړي.
هغه زیاته کړه: "زموږ غوښتنه له ولایتي ادارې دا ده چې هر کار خپل وخت لري او باید په خپل وخت او موسم ترسره شي، اوس ژمی راروان دی، باید ټولو پروګرامونو لپاره خپل وخت په پام کې ونیول شي، نو نیوکې دا دي چې د پشهخانو په وېش کې غفلت شوی دی، اوس له والي صاحب غواړو چې په دې اړه څېړنه وشي څو دا خبره واضح شي."
د ننګرهار چارواکو د وږې د میاشتې په ۲۵مه نېټه، د (UNDP) د ۱۰ میلیونه امریکایي ډالرو په مالي مرسته د دوو میلیونو پشهخانو د وېش لړۍ پیل کړه.
د چارواکو په خبره، د هرې پشهخانې قیمت ۴ امریکایي ډالر دی چې په مجموعي شکل ۸ میلیونه ډالر کېږي او دوه میلیونه ډالر یې د انتقال او وېش د پروګرامونو لګښت دی چې د مرکز جلالاباد په ګډون به ۱۳ ولسوالیو کې خلکو ته وړیا وېشل کېږي.
له دې یوه ورځ وروسته د ننګرهار والي ضیاالحق امرخېل په یوه خپاره کړي بیان کې له ننګرهاریانو مننه وکړه چې دی یې په دې برخه کې ځينو باریکیو ته ځیر کړ او ژمنهیې کړې چې د دې موضوع د روښانتیا لپاره به پلاوی ټاکي او څېړنه به کوي.
خو دا چې دغه پلاوی به په خپلو څېړنو کې کوم مواد څېړي، د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوګیاڼي یې په اړه ازادي راډيو ته وویل: "لومړی خو دغه رقم چې د پشهخانو لپاره ځانګړی شوی زموږ لومړیتوب نهو، زموږ لومړیتوب دا و چې د ملاریا د برخې روغتون ښه تجهیز کړو، دوهم دا چې دوی ۱۳ ولسوالۍ او مرکز ارزولی و، خو موږ چې ارزونه کوو، نو د ولایت په کچهیې کوو، درېیم دا چې (UNDP) موږ ته د یو میلیون پشهخانو ویلي وو، خو موږ ته د دوو میلیونو پشهخانو ارقام راکړل شوي وو چې دلته هم یو ناسم تفاهم موجود و، د دې ټولو څېړنه کېږي او کله چې بشپړه شوه، پایله بهیې له ولس سره شریکه شي."
په دې اړه مو وغوښتل چې د (UNDP) نظر هم له ځانه سره ولرو، خو ونهتوانېدو.
د ننګرهار ځایي چارواکي وایي، که څه هم د پشهخانو پلان کال وړاندې جوړ شوی و او تمه وه چې د سږني اوړي تر رارسېدو وړاندې به پر خلکو ووېشل شي، خو په خبرهیې چې د قرنطین او د لارو د بندښت له امله څو میاشتې په پاکستان کې بندې پاتې وې.
د یادونې وړ ده چې دغه پشهخانې د درېیو کالو لپاره د استفادې وړ ښودل شوې دي.