سلمان: له ایران سره د مقابلې لپاره د ملګرو ملتونو کلک دریځ ته اړتیا ده

د عربستان پاچا شاه سلمان

د سعودي عربستان پاچا د ملګرو ملتونو عمومي اسامبلې ته په وینا کې ایران ته په اشاره د دغه اسلامي جمهوریت د مخنیوي لپاره د یوه جامع حل غوښتنه وکړه او هم‌یې پر نړیوالو غږ وکړ چې پرینږدي، تهران د ډله‌ییزې وژنې وسلې ترلاسه کړي.

سلمان بن عبدالعزیز وویل، یوې هر اړخیزې حل‌لارې او د ملګرو ملتونو کلک دریځ ته اړتیا ده چې له ایران سره مقابله وشي.

هغه وویل، د سعودي تجربې ښودلې چې جزیي حل‌لارې او قناعت د هغه ګواښ مخه نه‌ده نیولې چې ایران نړیوالې سولې او امنیت ته متوجې کړی.

سلمان دغه څرګندونې د ملګرو ملتونو د عمومي اسامبلې دوهمې ورځې ته په یوه ثبت شوې وېډیویي وینا کې وکړې.

هغه د اسرائیل او فلسطینیانو ترمنځ د خبرو د پیلېدو لپاره د امریکا د هڅو ملاتړ وکړ او د لبنان د حزب‌الله ډلې د بې‌وسلې کېدو غوښتنه‌یې وکړه.

تر دې یوه ورځ مخکې د ایران ولسمشر حسن روحاني دغې اسامبلې ته په وینا کې وویل چې متحده ایالات نه پر ایران خبرې تحمیلولی شي او نه هم پرې جګړه.