اشرف غني له نړیوالو د سولې په راوستو کې مرسته وغوښته

ولسمشر اشرف غني

افغان ولسمشر اشرف غني پر نړیوالو غږ وکړ چې له هېواد سره‌یې د سولې په راوستو کې مرسته وکړي.

ښاغلي غني دغه غوښتنه په هغې وېډیویي وینا کې وکړه چې له مخکې ثبت شوې وه او پرون د ملګرو ملتونو د عمومي اسامبلۍ په تالار کې خپره شوه.

غني له ملګرو ملتونو وغوښتل چې له افغانستان سره د یوه خپلواکه، متحد او ډیموکراتیک هېواد په توګه هدف ته په رسېدو کې مرسته وکړي. ولسمشر غني وویل، افغان دولت له طالبانو سره د مخامخ خبرو لپاره سختې پرېکړې کړي او په دې برخه کې یې ژمنه، ترحم او مېړانه ښکاره کړې ده، خو دا به کافي نه‌وي.

غني زیاته کړه د دې لپاره چې یوه تلپاتې سوله ترلاسه شي هېواد ته‌یې په‌کار ده چې د ترهګرۍ جرړې وباسي چې سیمه‌یې ورانه کړې ده.

افغان ولسمشر دغه‌راز وویل، سوله د افغانستان لپاره یو عاجل او مهم لومړیتوب دی او پر هغو خبرو کې چې د روانې میلادي میاشتې په ۱۲مه د قطر په پلازمېنه دوحه کې پیل شوي، د افغانانو عاجل لومړیتوب، یوه اوربند ته رسېدل دي.