ازبکستان له ملګرو ملتونو د افغان سولې لپاره د کمېټې جوړولو غوښتنه وکړه

د ازبکستان ولسمشر شوکت میرضیایف

ازبکستان له ملګرو ملتونو وغوښتل چې د افغان سولې لپاره یوه کمېټه جوړه کړي.

د ازبکستان ولسمشر شوکت میرضیایف د ملګرو ملتونو عمومي غونډې ته د چهارشنبې په ورځ وویل، دا کمېټه به د افغانستان د سولې چارې همغږه کوي او په دغه هېواد کې به د سیاسي روغې جوړې لپاره اسانتیاوې برابروي.

ازبکستان یو له هغو هېوادونو څخه دی چې ښایي د افغان حکومت او طالبانو د سولې د روانو خبرو د یو دور مذاکراتو کوربه شي.

تاشکند د ۲۰۱۸ کال په مارچ میاشت کې هم د افغانستان د سولې لپاره د یوې نړیوالې غونډې کوربه و.