سکاټ مېلر: په افغانستان کې باید شخړې کمې شي

په افغانستان کې د غوڅ ملاتړ مأموریت عمومي قوماندان سکاټ مېلر

په افغانستان کې د غوڅ ملاتړ مأموریت عمومي قوماندان ټینګار وکړ چې شخړې باید کمې شي.

جنرال سکاټ مېلر کندهار ته د سفر پر مهال د چهارشنبې په ورځ وویل چې طالبانو بریدونه زیات کړي دي، دې ته د نړیوالې ټولنې پام دی او باید تاوتریخوالی راکم شي.

کندهار ته په دې سفر کې له جنرال مېلر سره د افغانستان د کورنیو چارو سرپرست وزیر مسعود اندرابي او لوی درستیز محمد یاسین ضیا هم ملګرتیا وکړه.