د افغانستان او ایران ناسته کې د اقتصادي همکاریو پر پراختیا خبرې وشوې

د مالیې سرپرست وزیر عبدالهادي ارغندیوال او د برښنا په چارو کې د ایران د انرژۍ وزیر مرستیال همایون حائري په کابل کې سره ولیدل.

د افغانستان او ایران ترمنځ د دوه اړخیز اقتصادي او سوداګریز ګډ کمېسیون پنځمې ناستې د چمتووالي او د اقتصادي همکاریو د پراختیا په اړه خبرې وشوې.

د مالیې وزارت ویاند شمروز مسجدي ازادي راډيو ته وویل چې په دې اړه د مالیې سرپرست وزیر عبدالهادي ارغندیوال او د برېښنا په چارو کې د ایران د انرژۍ وزیر مرستیال همایون حائري نن په کابل کې سره ولیدل.

نوموړي وویل، په دې لیدنه کې د انرژۍ په برخه کې په دوه اړخیزه همکاریو او یو شمېر نورو اړوندو مسایلو هم خبرې وشوې.

د ښاغلي مسجدي په خبره، په دې ناسته کې ښاغلي حائري هم د دوه اړخیز اقتصادي او سوداګریز ګډ کمېسیون پنځمې ناستې ترسره کېدو لپاره د هغه هېواد د چمتووالي خبره وکړه او د دوه اړخیزو اړیکو په پراخېدو یې ټینګار وکړ.

د یادونې وړ ده چې د ایران او افغانستان ترمنځ بین‌الحکومتي ګډ کمېسیون دغه ناسته به د روان کال د لړم میاشتې په لومړیو کې په کابل کې جوړه شي.

د افغانستان او ایران ترمنځ په کلني ډول د یو نیم میلیارده ډالرو په ارزښت سوداګریزه راکړه ورکړه موجوده ده.