د افغانستان ملي امنیت په جلالاباد کې د داعش ډلې ۴ مهمو غړو د وژنې خبر ورکوي.
د ننګرهار د ملي امنیت ریاست رسنیو ته په یوې لېږلې خبرپاڼه کې ویلي چې تېره شپه د دوی ځواکونو د جلالاباد ښار د ۴مې ناحیې په اکمالاتي بېز سیمه کې عملیات وکړل چې په ترڅ کې یې په ختیځ کې د داعش ډلې د هدفي وژنو، د ځانمرګو بریدونو، د چاودېدونکو توکو او نغدو پیسو انتقالوونکي ۴ مهم غړي یې وژل شوي دي.
د خبرپاڼې په حواله، یاد عملیات د ملي امنیت صفر دوه قطعې ترسره کړي چې د دواړو لورو ترمنځ تر څو ساعته نښتې وروسته پای ته ورسېدل او بل چا ته پهکې زیان نهدی اوښتی.
خبرپاڼه وایي، په ترسره شویو عملیاتو کې یو شمېر چسپکي او ریموټ کنټرول ماینونه، چاودېدونکي توکي، مرمۍ، ریموټونه، یوه اندازه نغدې پیسې، یوه هندي رکشا او یو کرولا موټر هم ترلاسه شوي دي.
تېره ورځ هم دغه ریاست په تېره یوه اوونۍ کې د ۷ وسلهوالو طالبانو، ۲ انسان تښتوونکو، د جعلي پیسو د یو لېږدوونکي او د داعش په نوم له خلکو یو تن باج اخیستونکي د نیولو خبر ورکړی و.