'لوګر کې ۲۵ ‌وسله‌وال طالبان وژل شوي'

افغان ځواکونه

د لوګر سیمه‌ییز چارواکي ادعا کوي چې د افغان پوځیانو له‌خوا ۲۵ وسله‌وال طالبان وژل شوي او ۱۸ نور یې ټپيان دي.

دا خبره د لوګر د پولیسو ویاند شاه‌پور احمدزي ازادي راډیو ته وکړه.

هغه وویل طالبانو ته دا مرګ‌ژوبله په تېر یوه شپه او ورځ کې د برکي برک او شکر کلا په سیمو کې د افغان پوځیانو په ځوابي بریدونو کې اوښتې ده.

که څه هم شاه‌پور احمدزي افغان ځواکونو ته د اوښتې مرګ‌ژوبلې په اړه څه ونه‌ویل، خو یوې بلې باوري امنیتي سرچینې د نوم نه‌ښودلو په شرط ازادي راډیو ته وویل چې له طالبانو سره په نښتو کې ۳ افغان سرتېري وژل شوي او ۲ نور ټپیان دي.

وسله‌والو طالبانو تر اوسه په دې اړه رسنیو ته څه نه‌دي ویلي.