د فرانسې ولسمشر د ناوالني د مسمومېدو په اړه له مسکو وضاحت وغوښت

الکسي ناوالني

د فرانسې ولسمشر امانوئل مکرون له مسکو څخه وغوښتل چې د حکومت د سیاسي مخالفانو د مشر الکسي ناوالني د مسموم کېدو په اړه وضاحت ورکړي.

ناوالني د برلین په یوه روغتون کې بستر او روغتیایي وضعیت‌یې په ښه کېدو دی.

ډاکترانو ویلي چې نوموړی د نوویچوک په نوم فلج کوونکې مادې مسموم شوی دی.

دغه ماده په پخواني شوروي کې تولیدېده. مکرون د ملګرو ملتونو عمومي اسامبلې ته پرون په وینا کې وویل، په اروپا، روسیه یا سوریه کې له کیمیاوي وسلو څخه استفاده نه‌شي زغمل کېدای.

۴۴ کلن ناوالني د اګسټ په ۲۰مه له سایبریا څخه مسکو ته د سفر پر مهال ناروغ شو.

د هغه د سپرلۍ الوتکه په نیمه لاره کې په اومسک ښار کې بېړنۍ کېناسته او نوموړی روغتون ته ولېږدول شو.