د پاکستان په کراچۍ کې محکمې دوه کسان په یوه فابریکه کې د اورلګېدو په تړاو په مرګ محکوم کړل.
په ۲۰۱۲م کال په هغه اورلګېدنه کې د نساجۍ فابریکې تر ۲۶۰ زیات کارکوونکي مړه شوي وو.
د ترورېزم ضد محکمې د حکم له مخې دغو دوو کسانو، د فابریکې ودانۍ ته د دې لپاره اور واچاوه چې د فابریکې خاوندانو له باج ورکولو ډډه وکړه.
د سوداګرۍ او صنعت د ایالتي وزیر رؤف صدیقي په ګډون په پېښه کې څلورو کسانو ته برائت ورکړل شو.