تر یوې وسله‌والې نښتې وروسته د غور-کابل لویه لار وتړل شوه

د افغانستان په نقشه کې غور ولایت

د غور ولایت یو چارواکی وایي نن تر یوې وسله‌والې نښتې وروسته د غور-کابل لویه لار وتړل شوه.

د غور د دولتیار ولسوال، محمد موسی کلیم ازادي رادیو ته وویل، د امنیتي ځواکونو او طالبانو ترمنځ نښته نن سهار پیل شوه.

ځینو مسافرو هم د ازادي راډیو له خبریال سره په خبرو کې له حکومته د دې لارې د خلاصولو غوښتنه کړې ده.

طالبانو د دې نښتې او د لارې د تړل کېدو په اړه څه نه‌دي ویلي.