د چین ولسمشر یو منتقد په ۱۸ کاله بند محکوم شو

چین کې یوه محکمه

چین د ولسمشر شي جین پېنګ یو منتقد او د املاکو د معاملو مشهوره څېره په ۱۸ کاله بند محکوم کړ.

رین ژیکیان د پیکېنګ د یوې محکمې د حکم له مخې، په ۶۱۸ زره ډالرو مالي جریمه هم محکوم شوی دی.

هغه د محکمې له‌خوا په اداري فساد، رشوت اخیستو، درغلۍ او له قدرته په ناوړه استفادې تورن شوی دی.

د محکمې په ویناو ژیکیان دا لګېدلي تورونه منلي او پر خپل جرم‌یې اعتراف کړی دی.

ویل کېږي دغه ۶۹ کلن شتمن کس، د چین د کمونېست ګوند له غړو، له دې ډلې د ولسمشر له مرستیال وانګ کیشان سره نږدې اړیکې لرلې.