د ایران په یوه زندان کې د حکومت ضد اعتراضونو یو فعال ومړ

نادر مختاري

یو ایرانی وګړی، چې په نومبر میاشت کې یې د حکومت ضد اعتراضونو کې برخه اخیستې وه، د تهران په یوه توقیف ځای کې مړ شو.

دا خبر د ایران د اپوزیسیون ویبپاڼې کلمه پرون ورکړی دی.

کلمه وايي، نادر مختاري چې ۳۵ کلن و، د شنبې په ورځ د کهرېزک په توقیف ځای کې ساه ورکړه.

تر اوسه ایراني چارواکو د دې پېښې په اړه څه نه دي ویلي.

د کلمه ویبپاڼې په وینا مختاري په کرج ښار کې د مظاهرو پر مهال تر نیول کېدو وروسته د امنیتي ځواکونو له خوا داسې ډبول شوی و، چې کوما حالت ته تللی و.

دی د مارچ میاشتې په وروستیو کې پرسد کېدو وروسته له انتقادونو سره- سره کهرېزک توقیف ځای ته ولېږدول شو.