بدخشان کې د ۳ ولسوالیو لپاره د طالبانو د پوځي کمېسیون مرستیال ووژل شو

بدخشان کې امنیتي ځواکونه

د بدخشان پولیس وايي، د درېیو ولسوالیو لپاره د طالبانو د پوځي کمېسیون مرستیال په یوه وسله‌واله نښته کې ووژل شو.

د بدخشان د امنیه قوماندانۍ ویاند وايي لومړی وسله‌والو طالبانو تېره شپه په راغستان ولسوالۍ کې د امنیتي ځواکونو پر پوستو حمله وکړه چې وروسته‌یې په وړاندې امنیتي ځواکونو جګړه پیل کړه.

د مرګ‌ژوبلې په اړه‌یې ثناالله روحاني وویل: "په دې نښته کې د راغ، کوهستان او یاوان ولسوالیو لپاره د طالبانو د پوځي کمېسیون مرستیال مولوي عطاالله چې په ابراهیم مشهور و، وژل شوی دی."

د بدخشان د امنیه قوماندانۍ ویاند وايي امنیتي ځواکونه په سیمه کې په فعال دفاعي حالت کې دي. وسله‌والو طالبانو د دې پېښې په اړه څه نه‌دي ویلي.