اسټرالیا کې د لسګونه نهنګانو د ژغورنې هڅې پیل شوي

د پاتې نهنګانو د ژغورنې عملیات به احتمالاً څو ورځې وخت ونیسي.

په اسټرالیا کې نن ژغورونکي هڅه کوي، په لسګونو نهنګان چې د یوه ساحل په کم عمقه اوبو کې راګیر پاتې دي، وژغوري.

د ژغورنې دا اقدام وروسته له هغې کېږي، چې په تاسمانیا ټاپو کې په لسګونو ژوي مړه شول.

سمندري ژوندپوهان اټکل کوي، چې د ۲۷۰ نهنګونو له ډلې ۹۰ یې مړه شوي دي.

معلومه نه ده، چې دغو نهنګانو ولې ساحلي سیمو ته، چې د اوبو اندازه یې کمه ده، مخه کړې وه.

د پاتې نهنګانو د ژغورنې عملیات به احتمالاً څو ورځې وخت ونیسي.

د پیلوټ په نوم دغه نهنګان د سمندري ډولفینونو له ډلې دي، چې تر غټېدو وروسته یې اوږدوالی ۷ مټرو او وزن یې ۳ ټُنو ته رسېږي.

په ۲۰۰۹میلادي کال کې هم په ورته پېښه کې شا و خوا ۲۰۰ نهنګان په دغه ساحل کې راګیر پاتې وو.