پولیس: کندهار کې ۸ وسله‌وال طالبان وژل شوي

افغان امنیتي ځواکونه

د کندهار پولیس وايي، په تخته پل ولسوالۍ کې د سرې قطعې د مرستیال په ګډون اته وسله‌وال طالبان وژل شوي دي.

د کندهار د امنیه قوماندانۍ ویاند جمال ناصر بارکزي ازادي راډیو ته وویل، لومړی وسله‌والو طالبانو غوښتل تېره شپه د امنیتي ځواکونو پر پوستو برید وکړي، خو د پولیسو پر کمین وربرابر شول.

هغه زیاته کړه: "دوی د پولیسو له‌خوا په شا تمبول شوي دي. ۸ وسله‌وال ترهګر وژل شوي دي چې په وژل شویو کې یو یې د سرې قطعې مرستیال بشیرمل هم شامل دی او ۳ نور ټپیان دي."

وسله‌والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه‌دي ویلي.