هلمند کې یوه نفوذي پولیس خپل ځیني ملګري وژلي

د هلمند ولایت نقشه

د هلمند د والي ویاند تأییدوي چې په نادعلي ولسوالۍ کې یوه نفوذي پولیس خپل ځیني ملګري وژلي دي.

د والي ویاند عمر ځواک پېښه تأییدوي، خو وايي په پېښه کې درې پولیس ټپیان او ځیني نور وژل شوي دي.

بل‌خوا د پولیسو یوې سرچینې په سیمه کې د ازادي راډیو خبریال ته وویل، دغه نفوذي کس د عبدالباري په نوم د یوه قوماندان په ګډون پنځه پولیس نن سهار وژلي او بیا تښتېدلی دی.

د حملې مسؤلیت تر اوسه چا نه‌دی منلی.