د اروپايي ټولنې د بهرنيو چارو وزیرانو د بیلاروس د سیاسي مخالفينو له مشرې سويتلانا تیخانوفسکایا سره د دې هېواد پر ځينو چارواکو د احتمالي بندیزونو وضع کولو په اړه خبرې وکړې.
د راپورونو له مخې د بیلاروس پر مشر السکاندر لوکاشينکا هم د احتمالي بندیزونو بحث شوی دی.
د اروپايي ټولنې د بهرنيو چارو د پالیسۍ مشر جوزيپ بوریل د دوشنبې د غونډې په اړه ويلي چې د اروپايي ټولنې پر بهرنيو چارو وزیرانو د بیلاروس وګړو او په ځانګړې توګه د ښځو زړورتيا ډېره اغېز کړی دی.
بوريل همداراز د روسیې هغه تور رد کړی چې وايي اروپايي ټولنه د بیلاروس په کورنيو چارو کې لاسوهنه کوي.
په بیلاروس کې له هغه راهیسې د خلکو اعتراضونه روان دي چې د اګسټ د نهمې په ټاکنو کې الکساندر لوکاشينکا ګټونکی اعلان شو.
مخالفين وايي چې په دې ټاکنو کې سويتلانا تیخانوفسکايا بریالۍ شوې ده خو د بیلاروس د ټاکنو کمېسيون لوکاشینکا ګټونکی اعلان کړ.