لوګر کې کمانډو ځواکونو زر میله نیول شوې وسله ډایاګ ته وسپارله

دا وسلې یې په بېلابېلو عملیاتو کې له وسله‌والو مخالفینو نیولې وې.

په لوګر کې کمانډو ځواکونو زر میله نیول شوې وسله ډایاګ ته وسپارله.

افغان کمانډو ځواکونو د سپټمبر په ۲۰مه په لوګر کې هغه زر میله سپکه او درنه وسله چې د یاد ولایت په بېلابېلو عملیاتو کې يې له وسله‌والو مخالفینو نیولې وه، د بې‌وسلې کولو پروګرام ته وسپارله.

چارواکي وايي، د کمانډو ځواکونو دا لاسته راوړنه د دې څرګندونه کوي چې د افغان حکومت وسله‌وال مخالفین نه‌شي کولای د جګړې له لارې خپلو موخو ته ورسېږي، نو له دې کبله سوله د ټولو افغانانو ګډو ارمانونو ته د رسېدلو غوره لاره ده.

د لوګر والي محمد اجمل شاه‌پور په دې اړه جوړې شوې غونډې ته وویل، د افغانانو د یو اباد او سوکاله هېواد هیله هغه مهال په حقیقت بدلېدلی شي چې دې هدف لپاره ولس او ټولې خواوې په ګډه کار وکړي.