چارواکي: کابل کې ماین چاودنې یو ماشوم وواژه

ارشیف

په کابل کې نن د ماین چاودنې په یوه پېښه کې یو یولس کلن ماشوم ووژل شو.

د کابل امنیه قومنداني وايي، دا پېښه د اتمې امنیتي حوزې اړوند کارته نو سیمه کې شوې ده.

د امنیه قوماندانۍ ویاند فردوس فرامرز ازادي رادیو ته په یو استول شوي لیکلي پیغام کې ویلي، چې دا د افغانستان د خلکو د سولې او سوکالۍ د دښمنانو کار دی.

نوموړي ویلي، د پېښې څېړل پیل شوي دي.

تر اوسه د دغه پېښې مسوولیت چا پر غاړه نه دی اخیستی.