امریکا د ایران د وسلو پروګرام سره په تړلیو هدفونو بندیزونه لګوي

سپینه ماڼۍ

امریکا متحده ایالتونه به نن د ورځې په اوږدو کې د ایران د وسلو له پروګرام سره په تړلیو لسګونه هدفونو بندیزونه ولګوي.

دا خبره رویټرز اژانس ته یوه لوړپوړي امریکايي چارواکي تایید کړې.

هغه ویلي څه باندې شل کسان او ادارې چې د ایران له اټومي وسلو، راکټي پروګرام او عادي (متعارف) وسلو سره تړلي دي په دې بندیزونو کې شاملېږي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پومپيو هم وړمه ورځ اعلان وکړ چې د ملګرو ملتونو ټول بندیزونه یې له سره په ایران لګولي دي.

پومپيو د بندیزونو د بیا لګولو خبره سره له دې چې له ایران سره د اټومي تړون شاملو هېوادونو یې مخالفت کړی اعلان کړه.

د ایران ولسمشر حسن روحاني بیا ویلي چې که امریکا له زور کار اخلي ایران یې هم کلک ځواب وايي.