په بلاروس کې نن یو ځل بیا د حکومت پر ضد پراخې مظاهرې پلان شوې دي.
له دې یوه ورځ مخکې امنیتي ځواکونو په پلازمېنه مېنسک کې سلګونه ښځینه مظاهرهچیانې چې د یوه لاریون په ترڅ کې یې د ولسمشر الکساندر لوکاشینکا د استعفا غوښتنه کوله ونیولې.
تمه ده چې نننۍ مظاهرې ماسپښین مهال پیل شي.
د اګسټ د نهمې له انتخاباتو وروسته چې لوکاشینکا د هغو ګټونکی اعلان شو په تېره یوه میاشت کې په بلاروس کې پراخې مظاهرې روانې دي.