دولتونو او مالي بنسټونو څومره د ناقانونه پیسو د لېږد مخنیوي هڅې کړي؟

ارشیف

د تحقیقي ژورنالیستانو د نړیوال کنسورتیوم تازه راپور ښيي چې د نړۍ بېلابېلو بانکونو تېر دوه لسیزې داسې دوه تریلیون ډالره یا دوه زره میلیارده ډالره ښکته او پورته کړي چې پرې شکمن و.

دغه تازه راپور دا پوښتنې او اندېښنې راولاړې کړي چې دولتونو او مالي بنسټونو څومره د ناقانونه پیسو د انتقال د مخنیوي هڅې کړي؟

د تحقیقي ژورنالیستانو د نړیوال کنسورتیوم راپور چې یکشنبه خپور شوی د امریکا د خزانې وزارت د پیسو د سپینولو د څانګې د زرګونه فاش شویو سندونو په اساس جوړ شوی دی.

راپور شيي چې د جي پي مورګن، او دویچ بانک په څېر لویو لویدیځ بانکونو څنګه د پخواني شوروي په شمول د نړۍ په ګوټ ګوټ کې له جرمي شبکو سره مرسته کړې او پیسې انتقال او پټې کړي دي.

نړیوالو مالي بنسټونو او حکومتونو تر اوسه د دغو تورونو د سپیناوي لپاره څه نه دي ویلي.