لاریون کوونکو لندن کې پولیسو سره شخړه کړې

ارشیف

د کرونا ویروس د مخنیوي لپاره پر لګول شویو بندیزونو غوسه شویو لاریون کوونکو پرون په لندن کې له پولیسو سره اخوډب وکړ.

دا لاریون وروسته له دې وشو چې د لندن ښاروال صدیق خان خبرداری ورکړ چې په ښار کې د کرونا د نویو پېښو د زیاتېدو له کبله به یو لړ محدودیتونه وضع کړي.

د بریتانیا حکومت تېره اوونۍ تر شپږو کسانو د زیاتو خلکو پر یوځای کېدو بندیز ولګاوه.

دا بندیز وروسته له دې اعلان شو چې د بریتانیا صدراعظم بوریس جانسن وویل چې هېواد ته یې د کرونا وبا دوهمه څپه راروانه ده.