خلیلزاد په افغانستان کې د سولې د راتلو لپاره اوسنی چانس بې ساری بللی

زلمی خلیلزاد

د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد په افغانستان کې د سولې د راتلو لپاره اوسنی چانس بې ساری بللی دی.

ښاغلي خلیلزاد پر خپله ټویټرپاڼه لیکلي چې په افغانستان کې د خبرو له لارې د یوه سیاسي جوړجاړي او په افغانستان کې د سولې لپاره پراخ نړیوال ملاتړ شته او باید له دې بې ساري فرصته ګټه واخیستل شي.

ښاغلي خلیلزاد د افغانستان د سولې د خبرو په اړه د ملګروملتونو د امنیت شورا د اعلامیې هرکلی کړی چې په هغه کې یې د افغانستان پر مځکنۍ بشپړتیا، حاکمیت، ملي یووالي او خپلواکۍ ټینګار کړی دی.

امنیت شورا په دې اعلامیه کې، چې د جمعې په ورځ یې خپره کړه، وویل، په افغانستان کې ټینګه سوله د افغانانو تر مشرۍ لاندې او د افغانانو ترمنځ د ټولشموله خبرو په نتیجه کې راتلای شي.