تېره اوونۍ په همدې ورځ د قطر په مرکز دوحه کې د افغانستان د سولې خبرې پیل شوې.
سره له دې چې دا د افغانستان د څو لسیزو جګړو د پای ته رسولو لپاره یو تاریخي ګام بلل شوی، خو تر دې دمه د خبرو بهیر ورو او پڅ دی.
تر اوسه پورې دواړه خواوې نهدي توانېدلي چې د رسمي خبرو لپاره پر طرزالعمل او اجنډا سلا شي.
عمصت څاروان په قطر کې د افغانستان د ملي مصالحې عالي شورا له ویاند فریدون خوځون سره مرکه کړې او لومړی ورڅخه پوښتنه کړې چې د تماس ډلو د طرزالعمل او اجنډا په جوړولو کې څومره پرمختګ کړی دی؟
د دغې مرکې د اورېدو لپاره لاندې لېنک کېکاږئ:
Your browser doesn’t support HTML5