د غزنې اوسېدونکي: ښار کې هدفي وژنې ډېرې شوي

د غزني ښار یوه څنډه

د غزنې اوسېدونکي له دولت غواړي چې په ښار کې د هدفي وژنو د دوام مخه ونیسي.

ټولنیز فعال ظهورالدین د تېرې یکشنبې په ورځ وسله والو په غزني ښار کې ویشتلی او ټپي کړی وو، چې د پنجشنبې په ورځ یې په روغتون کې ساه وکړه.

په همدې ورځ وسله والو د غزني مرکز په مغلان سیمه کې درې تنه پولیس هم په یوه برید کې ووژل.

په غزني کې له تېرو دوولسو کلونو راهیسې وسله وال وخت ناوخته هدفي وژنې ترسره کوي، چې په دې وروستیو کې یو ځل بیا تېزه شوې ده.

د دې ولایت اوسېدونکي وايي په رڼا ورځ د ښار په زړه، حتی د ولایت او قومنداني ترڅنګ دولتي کارکوونکي، امنیتي سرتېري، قومي مشران، دیني عالمان، مدني فعالان او مخورین ترور کېږي.

قومي مشر حاجي عبدالباري وايي محلي اداره باید د دغه وژنو په اړه خلکو ته ځواب ورکړي، چې ولې دغه خلک وژل کېږي او ولې یې وژونکي نه نیول کېږي.

د غزني چارواکي هم مني چې په دغه ځای کې خلک ترور کېږي، خو بیا هم د تل په څېر خلکو ته ډاډ ورکوي چې نور به دغه ډول پېښې نه تکرارېږي.

د غزني د والي او په دغه ولایت کې د نظامي شورا ویندوی وحیدالله جمعه زاده ازادي راډیو ته وویل، هڅې روانې دي چې د دغه خلکو مخینوی وکړي.

د غزني امنیتي چارواکي وايي، د امنیت د ټینګښت په موخه یې په ښار کې تلاشۍ هم زیاتې کړې، خو اوسېدونکي وايي په دې سربېره د وژنو او وسله والو بریدونو مخه نه ده نیول شوې.