کونړ کې سلګونه هکټاره ځمکه کرنیزه شوه

کونړ سیند

د افغانستان د کلیو د بیا رغونې او پراختیا وزارت وايي، د کونړ سیند پر غاړه یې د سیلابونو د مخنیوي لپاره د استنادي دېوالونو په جوړېدلو سره ۱۸۰۰ سوه هکټاره ځمکه کرنیزه شوې ده.

د دې وزارت ویاند فریدون آژند نن ازادي راډیو ته وویل، د دې پرژوې له ګتې به شاوخوا 75 زره کسان برخمن شي.

نوموړی وايي، د دې پروژې ټول لګښت چې شاوخوا ۴۵۰ میلیونه افغانۍ کېږي له دولتي بودجې ورکول شوی دی.

د افغانستان د کلیو بیا رغونې او پراختیا وزارت د معلوماتو له مخې دغه استنادي دېوالونه ۱۶ کیلو متره اوږد والی لري چې کار یې کال وړاندې پیل شوی وه او نږدې څو ورځو کې به ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.

کونړ یو کرنیز ولایت دی چې ډېر ځله د ورښتونو او سیلابونو د راوتلو له امله د کروندګرو ځمکې او کښتونه زیانمنېږي.

د افغانستان د کلیو د بیا رغونې او پراختیا وزارت وايي، د دغه استنادي دیوالونو په جوړېدلو سره به کروندې خوندي، حاصلات ښه او کروند ګر د تاوانونو پر ځای ګټې ته کېني.