د 'ترهګریزو شبکو' د بريدونو په اړه کابل کې د امريکا سفارت خبرداری

د امریکا سفارت

په کابل کې د امریکا سفارت خبرداری ورکړی چې د دوی په وینا " ترهګریزې شبکې" پر مختلفو اهدافو په ځانګړې توګه ښځو خپلو بریدونو ته دوام ورکوي.

سفارت نه‌دي ویلي چې دغه ترهګریزې شبکې څوک دي.

دوی پر خپله ویب‌پاڼه لیکلي چې دغه ګواښ دولتي کارکوونکو په ځانګړې توګه ښځو، ښوونکو او د بشري حقونو فعالانو ته متوجه دی.

سفارت په افغانستان کې له خپلو اتباعو غوښتي چې د ځان خوندیتوب ته پام وکړي او امنیتي سپارښتنې عملي کړي.

د کورنیو چارو وزارت ویاند په دې اړه له څه ویلو ډډه وکړه.