د اروپا د امنیت او همکارۍ سازمان د بلاروس د ولسمشرۍ په انتخاباتو کې د درغلیو او د بشري حقونو د سرغړونو په اړه تحقیقات پیل کړل.
ټاکل شوې د دې سازمان د کارپوهانو کمېسیون چې پرون د سپټمبر په ۱۷ مه غوره شو د خپلو څېړنو نتایج د شپږو او اتو اوونیو په ترڅ کې بشپړ کړي.
دا کمېسیون به د اګست په نهمه د بلاروس د ولسمشرۍ له انتخاباتو مخکې او وروسته د بشري حقونو د سرغړونو ګڼ راپورونه وڅېړي.
د دې انتخاباتو په پایله کې ولسمشر الکساندر لوکاشینکا د شپږمې پرله پسې دورې لپاره د دې هېواد د ولسمشر په توګه غوره شو.
د دې انتخاباتو د نتایجو له اعلان وروسته د بلاروس په بېلابېلو سیمو کې د لوکاشینکا پر ضد پراخ اعتراضونه وشول.