افغان حکومت په یونان کې د افغان کډوالو لپاره ۶ لکه یورو ځانګړي کړل

موریا کمپ

د افغانستان حکومت په یونان کې د ډېرو افغان کډوالو د ستونزو د حل لپاره شپږ لکه یورو ځانګړي کړل.

د یونان په لیسبوس ټاپو کې موریا کمپ تېره اوونۍ د اورلګېدو په یوه پېښه کې ویجاړ شو او د لسګونه افغانانو په ګډون شااوخوا ۱۲ زره کډوال چې اروپا ته د مهاجرت په تمه په یونان کې دېره دي، بې‌کوره شول.

ارګ په یوه خبرپاڼه کې وايي، ولسمشر اشرف غني پرون د کابینې په غونډه کې د مالیې وزارت ته دنده وسپارله څو له دې کډوالو سره د مرستې لپاره ۶ لکه یورو چې د څه باندې ۷ لکه امریکايي ډالرو معادل کېږي د دولت له بودجې څخه ځانګړي کړي.

له دې مخکې د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون ویلي و چې په موریا کمپ کې د افغان پناه غوښتونکو وضعیت خواشینوونکی دی.

په همدې حال کې د یونان د کډوالو وزیر نوتیس میتاراچي پرون په ليسبوس کې وویل چې له موریا کمپ څخه شااوخوا پنځه زره بې‌ځایه شوي کډوال اوس په یوه نوي کمپ کې ځای پر ځای شوي دي.